CRI Online

سمسور او ثابت شينجيانګ د امريکايي سياستوالو دروغ ته ماتې ورکوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-06-20 18:44:12

څو ورځې دمخه په امريکا کې د ۲۰۲۰ کال د اويغور د بشري حقونو په اړه د تګلارې قانون تصويب شو چې پکې په عمدي توګه د شينجيانګ د بشري حقونو پر حالاتو او د شينجيانګ د ادارې لپاره د چيني حکومت پر اړوندو تګلارو تور لګول شوی او په شينجيانګ کې د ۲۵ مليونو تنو د قهر سبب شوی دی.

له اوږدې مودې پرمختګ، په تېره بيا له تېرو څو کلونو راهيسې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د اغېزمنې مبارزې له امله شينجيانګ اوس مهال د سمورتيا او ثبات نوې مرحلې ته ننوتلی دی.

د شينجيانګ د ېيکسار ولسوالي اوسېدونکي خداوادي تورسن له بېوزلۍ څخه د ځان تر خلاصولو وروسته وويل چې اوس حتی په خوب کې هم خندا کوم. هغه اوس له خپلو زامنو سره هره ورځ ډوډۍ جوړوي چې په هره مياشت کې څه دپاسه ۶ زره يوانه ګټلای شي. د ده په اند، هر يو دې د شينجيانګ اوسنی ثبات او سمسورتيا په مينه وساتي.

له تېرو ۳ کلونو راهيسې په شينجيانګ کې هېڅ ترهګريز بريد نه دی پېښ شوی. د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې په شينجيانګ کې عمومي توليدي ارزښت هر کال په منځنۍ توګه ۸.۵ سلنه زياتېږي او د بېوزلۍ انډول د ۲۰۱۳ کال په پای کې له ۱۹.۴ سلنې نه د ۲۰۱۹ کال په پای کې ۱.۲۴ سلنې ته ټيټ شوی دی.

د دې تر څنګ د شينجيانګ ځانګړي کلتورونه او مذهبونه هم ډېر ښه ساتل شوي دي. نن ورځ په شينجيانګ کې د مذهبي ځايونو شمېر له ۲۸ زرو څخه اوښتی او پکې نژدې ۳۰ زره تنه مذهبي کارکوونکي کار کوي. ويل کېږي چې په شینجيانګ کې د هرو ۵۳۰ تنو مسلمانانو لپاره يو جومات جوړ شوی. مختلفې قومي ژبې د شينجيانګ په عدلي، اداري، ښوونيزو او مطبوعاتي چارو کې هم ډېر کارول کېږي.

د چين حکومت په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د مبارزې تر سره کولو تر څنګ د خلکو ژوند د ښه والي لپاره هم زيات کارونه کوي. د يادونې وړ خبره دا ده چې شينجيانګ اوس د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ يوه مهمه څلورلار ده چې جغرافيايي ځانګړتيا لري. په ۲۰۱۹ کال کې د شينجيانګ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۲۳.۸٪ زيات شوی دی.

د ۲۰۱۸ کال له پای راهيسې له ۹۱ هېوادونو څخه د راغلو ۷۰ پلاويو کابو زر تنو له شينجيانګ څخه ليدنې کتنې کړې. دوی په دې موافق دي، هغه څه چې په شينجيانګ کې د دوی لخوا کتل او اورېدل شوي، د ځينو امريکايي سياستوالو او خبري رسنيو له خبرو سره بيخي توپير لري.

دروغ په اخر کې هم دروغ دی. که څه هم په شينجيانګ کې سمسورتيا او ثبات رامنځته شوی او د نړيوالې ټولنې لخوا زيات ستايل شوی، خو ځينې امريکايي سياستوال لا تر اوسه په خپل سر د دروغ په جوړولو بوخت دي.

د امريکا داسې سياستوالو د ترهګرۍ او تندلارۍ له امله د شينجيانګ د مختلفو قومونو خلکو پر ځپلو خپلې سترګې پټې کړې، حتی له ترهګرو يې سياسي او مالي ملاتړ کړی. کله چې په دغه سيمه کې سمسورتيا او ثبات رامنځته کېږي، دوی برعکس د بشري حقونو په پلمه د چين د بېلا بېلو قومونو ترمنځ تضادونه جوړوي او په شينجيانګ کې د سمسورتيا او ثبات د خرابولو هڅه کوي. له دې څخه څرګندېږي چې دوی د شينجيانګ خلکو نيمکرغۍ ته هېڅ پام نه کوي، دوی د شينجيانګ له مسئلې څخه د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او د چين پرمختګ د ويجاړولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کار اخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای