د کوويډ-۱۹ پر ضد د ګډې مبارزې په اړه د چين او افريقا تر منځ ځانګړې سرمشريزه غونډه د جون په ۱۷ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه وينا وکړه. ګن شمېر نړيوالو شخصيتونو وويل چې په دغه غونډه کې د شي جين پينګ وينا د ويروس پر ضد د مبارزې په اړه د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ هوډ څرګند کړی او له روانې وبا سره د مبارزې په برخه کې يې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړې.
د نړيوالو شخصيتونو په نظر د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا مطرح شوي وړاندېزونه ډېر مهم دي. چين له افريقا سره حقيقي مرستې کړې او له ياد ويروس سره د مبارزې په برخه کې يې د نړيوالې ټولنې همکاريو ته انرژي ور کړې دي.
ډېرو کارپوهانو ويلي چې د کوويډ-۱۹ د خپرېدو په وخت کې د دغه ويروس پرضد د ګډې مبارزې په اړه د چين او افريقا تر منځ ځانګړې غونډه د نړيوالې همکارۍ لپاره سرمشق ګرځولی دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |