په چين کې هر کال د جون مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۸ مې نېټې پورې د سودا اخيستلو فيستيوال ترسره کيږي، د دغه فيستيوال په دې موده کې ګڼ شمېر خلک په انلاين ډول شيان اخلي او اخيستل شوي شيان يې عموماً د چټک پوست له لارې ليږدول کيږي. د روان کال د سودا اخيستلو فيستيوال په موده کې په چين کې د چټک پوست له لارې د ليږل شوو بستو شمېر 4678 ميليونو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرلته ٪48.66 زيات شوی او په دې هېواد کې مصرفي بازارونو ته وده ورکړل شوې ده.
په چين کې د TMALL، JD،Suning،Buy Together په ګډون په يو شمېر لويو انلاين مارکيټونو کې د شيانو د خرڅلاو اندازې نوی ريکارډ ټينګ کړی او پدې سره چټک پوست هم پرمختګ موندلی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |