CRI Online

په هانکانګ کې د چين د خارجه وزارت دفتر: بهرني هېوادونه دې ځان ستاينې او تبعيض ليرې کړي او د چين په کورنيو چارو کې دې له خپلې مداخلې څخه لاس واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2020-06-21 18:11:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له دې وروستيو څو ورځو راهيسې د لويديځو هېوادونو ځينو سياستوالو، د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو او د اروپا پارلمان د هانکانګ پر چارو بې دليله نيوکې وکړې او د چين په کورنيو چارو کې يې مداخله وکړه. په هانکانګ کې د چين د خارجه وزارت دفتر وياند د جون په ۲۰مه نېټه د يادو کړنو سخته غندنه وکړه او خپله ناخوښي او ټينګ مخالفت يې څرګند کړ.

نوموړي دي ته په اشارې سره وويل چې د ملي امنيت ساتنه د ملي حاکميت تر ټولو مرکزي او بنسټيز عوامل دي. هېڅ هېواد به د خپل ملي امنيت ګواښولو ته اجازه ور نه کړي. هانکانګ د چين يوه ځانګړې اداري سيمه ده. دا بېلکل معقوله او قانوني ده چې چين په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون جوړولو ته پرمختګ ورکوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای