بي بي سي د جون په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ، د امريکا اقتصادي کارپوه او د کلنبيا پوهنتون د دوامدار پرمختګ مرکز د مشر جيفري ساکس په اند، د ټرمپ حکومت غواړي له چين سره سوړ جنګ وکړي، خو دا به نړۍ ته د کوويد-۱۹ په نسبت لا زيات ګواښونه ورسوي.
ښاغلي جيفري يادې څرګندونې د بي بي سي له خبريال سره د مرکې په وخت کې وکړې او د چين پر وړاندې د امريکا حکومت پر دښمانانه کړنو يې نيوکې وکړې. هغه وويل امريکا ځانځاني او جلا کېدونکې رويه غوره کړې، که دغه تمايل يې دوام ولري، نو د امريکا او چين ترمنځ اړيکې به عادي نه شي او امريکا به په لا سخت کړکيچ او بحران کې پاتې وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |