د روغتيا نړيوال سازمان د تازه شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د جون د ۲۱مې نېټې د غرمې تر دوولسو بجو او ۵۴ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۸ مليونو ۷ لکو او ۸ زرو ۸ تنو ته رسېدلی او د دغه ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۴۶۱ زرو ۷ سوو او ۱۵ تنو ته رسېدلی دی.
د امريکا د جانس هاپکينس پوهنتون د شمېرنې له مخې، د ختيځې امريکا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو پورې په دې هېواد کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲ ميليونو ۲۶۹ زرو او ۴۶۳ ته رسېدلی او پکې ۱۱۹ زره او ۹۲۱ تنه د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |