CRI Online

تدريس ادهانوم : يووالی ساتل او په ګډه پرمختګ موندل د نړۍ لپاره تر ټولو ښه او يوازېنۍ لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 10:31:16
تدريس ادهانوم : يووالی ساتل او په ګډه پرمختګ موندل د نړۍ لپاره تر ټولو ښه او يوازېنۍ لاره ده

د چين څينګهوا پوهنتون د ادارې پوهنځي د جون په ۲۱مه نېټه د محصلينو د فراغت انلاين مراسم تر سره کړل. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم هم په دغو انلاين مراسمو کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې د نړۍ پر اقتصاد، سياست او ټولنې د کوويد-۱۹ منفي اغېزې بيان کړې. هغه وويل، روغتيا کوم قيمتي توکی نه دی، خو د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ بنسټ دی.

تدريس وويل، موږ بايد د کوويد-۱۹ له دغې ناروغۍ څخه دا زده کړو چې د نړۍ ټول انسانان ګډ برخليک لري، يوه روغتيايي نړۍ خوندي نړۍ بللی شو. هغه هيله وښودله چې ټول خلک بايد دا درک کړي چې خپلمنځي يووالی ساتل او په ګډه پرمختګ موندل د نړۍ لپاره تر ټولو ښه، مناسبه او يوازېنۍ لاره ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای