د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت، د ماليې چارو وزارت او د دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو دفتر څو ورځې مخکې د کار او استخدام له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ګډه خبرتيا خپره کړه. په دغه خبرتيا کې غوښتنه شوې چې ټولې ادارې بايد په بېوزلو سيمو کې د کارګرو د ګومارلو کارونه ښه تر سره کړي او د دغو کارګرو د کارونو د ثابت ساتلو لپاره دې اغېزناک تدبيرونه وشي.
په دغه خبرتيا کې پر دې ټينګار شوی چې د يادو کارګرو د ګومارولو په اړه د مالوماتو د راغونډېدو او خپرېدو کارونه بايد پياوړي شي، څو د کارګرو د ګومارلو پيمانه پراخه شي. د هغو بېوزلو کاروګرو لپاره چې خپلو ټاټوبو ته بيرته ستانه شوي، په کرهنيزو چارو، د لويو پروژو په جوړونې او يا د فابريکې په توليدي کارونو کې بايد د دوي د کار مسئلې حل شي، او دوی دې خپلو ټاټوبو ته په نږدې ځايونو کې په کارونو وګومارل شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |