د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د څو ارګانونو مامورينو د جون په ۲۱مه نېټه وويل چې دوی به په هانکانګ کې د دولتي امنيت ساتنې په اړه د قانون له جوړولو څخه پوره ملاتړ وکړي او په هانکانګ کې د دغه قانون د تطبيق لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.
د يادې سيمې د قانوني چارو ادارې مشر جنګ ژوه يې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ياد قانون موخه دولتي امنيت ته د ګواښ رسونکو مخنيوی او اړوندو مجرمينو ته سزا ورکول دي، تر څو چې د هانکانګ سمسورتيا او ثبات وساتل شي او په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پاليسي ښه تطبيق شي.
د هانکانګ د امنيت ساتنې ادارې مشر لي جيا چاو او د ځانګړې اداري سيمې د شپږو انضباطي ارګانونو مشرانو هم په همدې ورځ دا څرګنده کړه چې دوی به د ياد قانون د جوړونې له کارونو څخه تر وسې پورې ملاتړ وکړي او چارې به همغږې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |