د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا کمېټې د جون په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې تېره ورځ يعنې د جون په ۲۱مه نېټه د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو او د شينجيانګ د توليد او جوړونې يونيټونو کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې تازه ۱۸ پېښې ثبت شوي او له دې جملې څخه ۷ تنه يې له بهر څخه راغلي، له نورو ۱۱ تنو څخه ۹ تنه يې په بېجينګ کې او ۲ تنه نور په هه بې ولايت کې دي. په دغه ورځ هېڅوک د دې ويروس له امله نه دي مړه شوي او ۲ تنه مشکوک ناروغان هم په بېجينګ کې پيدا شوي دي.
په همدغه ورځ ۱۴۴ تنه له قرنطين څخه ازاد شول او د سختو ناروغانو شمېر د وړمې ورځې په پرتله ۳ تنه کم و. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |