CRI Online

شانګهای ښار د زياتو بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 16:22:23

اوس کوويد-۱۹ په نړۍ کې د خپرېدو په حال کی دی او پر نړيوال اقتصاد يې ډېرې منفي اغېزې کړې دي. که څه هم اوس نړيوال اقتصاد له زياتو ناثابتو عواملو سره مخ دی، خو بيا هم ځينو نړيوالو پولي ارګانونو په چين کې خپلې پانګونې زياتې کړې دي.

د چين شانګهای ښار د زياتو بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره د لګښتونو او مالياتو د کمولو په شمول يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د روان کال په لومړۍ ربعه کې شانګهای ۴ ميليارډه او ۶۶۹ مليونه ډالره بهرنۍ پانګې جلب کړي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۵ سلنه زيات دی.

د کانټينينټل شرکت عمومي مدير وويل، د چين حکومت د لګښتونو او مالياتو د کمولو له لارې د بهرنيو تصديو لپاره ښه سوداګريزه زمينه برابره کړې او د کوويد-۱۹ د کنټرول په عين وخت کې يې د تصديو د توليدي چارو د بياعادي کېدو لپاره ډېر اغېزناک تدبيرونه نيولي دي. موږ په دې اړه د چين له حکومت څخه ډېره مننه کوو او باور لرو چې د چين بازار به ښه راتلونکی ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای