د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عمان پوليس د جون په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د ۳۵۰ کيلوګرامو په وزن نشه يي مواد او په تړاو يې يو شکمن کس نيولی دی.
د پوليس د اعلاميې له مخې، ياد شکمن کس اسيايي دی او غوښتل يې چې په عمان کې ياد نشه يي مواد وپلوري او ور پسې نورو هېوادونو ته يې قاچاق کړي. پوليس د دغه شکمن کس د طبيعت او عمر په شمول مالومات نه دي خپاره کړي.
د پوليسو په قول، دا په وروستيو کلونو کې په عمان کې د زياتې اندازې نشه يي موادو د نيولو پېښه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |