CRI Online

ايا د ټرمپ حکومت له چين سره مرستې کړې دي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 16:29:29

د امريکا د دولتي ګټو په نوم مجلې د جون په ۸مه نېټه د دې تر عنوان لاندې (( ايا د ټرمپ حکومت له چين سره مرستې کړې دي؟)) يوه مقاله خپره کړه.

په دغه مقاله کې ليکل شوي ، شک نه شته چې د ټرمپ حکومت په ۱۹۷۱ کال کې د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو له عادي کېدو راهيسې د چين پر وړاندې ډېرې بې ځايه چارې ترسره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې خپګان راپورته کړی دی د خفې وړ حکومت دی. هغه له چين سره اقتصادي شخړه پيل کړې او د چين اقتصاد ته يې ځيني زيانونه رسولي. هغه د چين پر وړاندې يې تکنالوژۍ محدوديت غوره کړی او د چين د هواوې تخنيکي شرکت د کمزورولو لپاره يې يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د کوويد-۱۹ ضد د نړيوالې مبارزې په بهير کې يې په دوامداره توګه پر چين بې دليله تورونه او بدنامۍ لګولي دي.

په دغه مقاله کې راغلي، دا يو واقعيت دی چې چين د دوامدار پرمختګ په حال کې دی، خو د ټرمپ حکومت له چين سره د مقابلې لپاره هراړخيزه او دايمي ستراتيژي نه لري. د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د امريکا ناکامې څرګندونې او د افريقايي الاصله امريکايي جورج فلويډ د قصدي وژنې له امله، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په اند، د امريکا د باور وړ سويه ټيټه شوې ده، په عين وخت کې د چين په اړه خاطره لا نوره ښه شوې، اوس چين په نړۍ کې د پياوړي توان لرونکي هېواد په توګه بلل کېږي.

نو ويل کېږي چې د ټرمپ حکومت يو لړ ناسمو تګلارو له چين سره مرستې کړې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای