CRI Online

د زياتو هېوادونو شخصيتونو د شينجيانګ په اړه د امريکا د قانون مسوده وغاندله

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 17:43:03

امريکا په دې وروستيو کې د چين له جدي احتجاج سره سره د تش په نوم ((د ۲۰۲۰ کال د اويغوريانو د بشري حقونو د تګلارو سند)) قانوني بڼه ورکړه. د زياتو هېوادونو کارپوهانو په دې اړه وويل، چې نوموړې مسودې له حقيقت نه لرې او په بد نيت د چين د شينجيانګ د بشري حقونو وضعيت بدنامولی او په شينجينګ کې د چين حکومت پر اداري تګلارې يې نيوکې کړي دي. د امريکا له خوا د دغسې مسودې تصويب د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه او پر نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو پر بنسټيزو اصولو څرګند تيری دی.

تجربه کاره ترکي خبريال ايرکين اونکان په دې نظر دی چې امريکا د شينجيانګ مسئلې په وسيله د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او و يې ويل، چې امريکا تل د منځني ختيځ د مسلمانانو پر بشري حقونو تيری کوي، خو پر خپلو کړنو يې سترګې پټې کړې دي.

(( موږ بايد دا وګورو چې دغه مسوده د چين پر ضد د امريکا نوی کار نه دی. د شينجيانګ مسئله د امريکا له خوا د چين د د پرمختګ نيولو مهمه وسيله ده. زما په اند د امريکا موخه په مسلمانانو او بشري حقونو پورې اړه نه لري،بلکې د امريکا په سياسي اجنډا پورې اړونديږي. امريکا له زياتو کلونو راهيسې په منځني ختيځ کې د مسلمانانو پر بشري حقونو تيری کړی او کوي يې. ))

د پاکستان لوړ پوړي سياسي مبصر فياض کياني په دغه هېواد کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې د امريکا د دغه عمل موخه له خپلو کورنيو توپيرونو څخه بل ځای ته د امريکايانو د پاملرنې اړول او د چين پرمختګ او ثبات ته د خنډونو اچول دي. نوموړي وويل

(( په امريکا کې د نژادي تبعيض پر ضد د دوامداره لاريونونو او د کوويد-۱۹ د روانې وبا د وقايې او کنترول په کارونو کې د ناکامۍ له امله د دغه هېواد پر حکومت فشارونه د زياتېدو په حال کې دي او امريکايان ډېر په قهر دي. د امريکا حکومت د ولسمشريزو ټولټاکنو په درشل کې د دغې مسودې له لارې کورنې پاملرنې له يادو مسئلو څخه نړيوالو مسئلو ته اړول غواړي. ))

فياز وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د چين حکومت تر ادارې لاندې په شينجيانګ کې آرامي او يووالی ساتل شوی او بېلا بېلې چارې او صنعتونه يې سمسور شوي، خو د شينجيانګ په اړه د امريکا له خوا تصويب شوې مسوده د چين د شينجيانګ پر بشري حقونو د بد نيت تورونه دي. هغه وويل

(( په شينجيانګ کې له افراطي او بېلتون غوښتونکو ډلو سره د مبارزې لپاره د چين حکومت له خوا د نيول شويو تدبيرونو له برکته، په تېرو دريو کلونو کې په دغه سيمه کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې. زما په اند هر هېواد د خپلو خلکو لپاره د سولې او پرمختګ د لا ښه چاپيريال د برابرولو حق لري. ))

د ميانمر د مندالې پوهنتون د سياسي ساينس څېړنيز ټولنې مشر ډاکټر کهين ماونګ سوي د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې امريکا د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه څرګنده سرغړونه کوي.

(( د امريکا په شمول هر هېواد د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري، ځکه دا په نړيوالو اړيکو کې بنسټيز اصل دی. که امريکا غواړي په رښتيني ډول بشري حقونو ته پاملرنه وکړي، لومړی بايد د خپل هېواد دننه د نژادي تبعيض مسئلې او د افريقايي الاصله او اسيايي الاصله ډلو بشري حقونو ته لومړيتوب ورکړي. ))

ډاکټر کهين ماونګ سوي په ۲۰۱۷کال کې په بلنه له شينجيانګ او شي ځانګ څخه ليدنې وکړې. نوموړي د دې سفرونو په اړه وويل،

(( له شينجيانګ او شي ځانګ څخه مې ليدنې کړي، هلته ډېر حيران شوم. ځکه د چين حکومت په دغو سيمو کې ښه کارونه تر سره کړي، هلته د ګړنديو اورګاډيو او سړکونو په شمول بشپړ اساسي تاسيسات شتون لري او اقتصاد يې سمسور دی، ځايي خلک ارام ژوند کوي. له دغو سفرونو وروسته زه هر وخت خپلو ملګرو ته وايم چې د چين په اړه له تعصب څخه بايد ډډه وکړو، د چين چټک پرمختګ د ميانمر لپاره د زده کړې وړ دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای