CRI Online

د يوشمېر هېوادونو شخصيتونه: امريکا د خپل ځانګړي هدف لپاره د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې مداخله کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 18:26:18

امريکا پدې وروستيو ورځو کې د ۲۰۲۰ کال د اويغور د بشري حقونوپاليسۍ قانون تصويب کړ چې له مخې يې پر هغو چيني چارواکو بنديزونه لګولي چې د امريکا په اند د اويغور مسلمانانو په ځپنه کې لاس لري. د يوشمېر هېوادونو شخصيتونو پدې اړه خپلو نظرونو کې ويلي چې د شينجيانګ چارې بيخي د چين کورنۍ چارې دي، د امريکا د يادې کړنې هدف د چين د ثبات خرابول او د دغه هېواد د ودې مخه نيول دي.

د روسيې د دوما د نړيوالو چارو کمېټې غړې ايلينا پانينا سي سي ټي وي ته وويل چې د امريکا لخوا د ياد قانون تصويبېدا د نورو په کورنيو چارو کې د مداخلې شواهد، په داسې حال کې چې په امريکا کې د توکمپالنې څپه او ورسره مل تاوتريخوالی دوام لري، پر چين د امريکا تور غير معقول او د خندا وړ دی.

په امريکا کې ژر ترژره د جګړو د مخنيوي او د توکمپالنې ختمولو په نوم اتحاديې اجرائوي رئيس براين بکيل سي سي ټي وي ته وويل چې اوس نږدې په ټوله امريکا کې د توکمپالنې ضد احتجاجونه روان دي او په تېرو دريو اوونيو کې په ۱۰۲ ښارونو کې پوليسو پر مظاهر چيانو اوښکې بهوونکی ګاز او پلاستيکي مرمۍ استعمال کړې دي.د امريکا حکومت د خپلې ناکامۍد پټولو په موخه له ياد قانون څخه د سياسي اوزر استفاده کوي او غواړي چې د عامه افکارو پام چين ته واړوي.

د ارجنټاين د چين څېړنيز مرکز رئيس ويلاګران وويل چې دا لومړی ځل نه دی چې امريکا د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله او د "پوليس" رول لوبوي. په امريکا کې د توکمپالنې ضد احتجاجونه لاتراوسه روان دي او د کډوالو په اړه د غيرمعقول پاليسۍ له امله ګڼ شمېر کسان بې کوره شوي. په حقيقت کې په دغه قانون کې ډېر محتويات داسې دي چې امريکايي حکومت يې خپل هېواد کې ترسره کوي. ښکاره ده چې امريکا په دې مسئله کې دوه ګونی ميعار غوره کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای