CRI Online

د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 20:17:05

د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ويډيويي غونډه د جون په ۲۲ مه نېټه پيل شوه . د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دغې غونډې په څنډه کې د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې له رئيس ونديرلېين سره انلاين لېدنه هم وکړي.

دغه غونډه د اروپايي ټولنې د نوې دورې له مشرتابه سره د چين د مشرانو لومړۍ رسمي کتنه ده او د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته د چين او اروپا ترمنځ تر ټولو لوړ پوړې غونډه هم ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای