CRI Online

شي جين پينګ د چين او عربي هېوادونو د سياسي ګوندونو خبرو اترو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-22 20:35:02

د چين او عربي هېوادونو د سياسي ګوندونو ځانګړې غونډه د جون په ۲۲ مه نېټه په انلاين ډول ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين بينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ په پيغام کې وويل چې د چين او عربي هېوادونو لرغونې دوستي پېړيو پېړيو راهيسې دوام لري او له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې په بهير کې لاپسې پياوړې شوې ده. روانه وبا يوځل بيا ښيي چې انسانان ګډ برخليک لري. چين به د عربي هېوادونو په ګډون د نړيوالې ټولنې له بېلابېلو خواوو سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د روغتيا نړيوال سازمان له رول څخه به ملاتړ وکړي او د انسانانو د روغتيايي ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د چين کمونېست ګوند به د عربي هېوادونو له بېلابېلو سياسي ګوندونو سره د خبرو اترو د ميکانيزم په اړه مثبت رول ولوبوي،خپلمنځي ستراتېژيکو خبرو ته به دوام ورکړي، د کرونا وبا پر وړاندې به د حکومتوالۍ په اړه نظرونه او تجربې ورسره شريکې کړي، د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د دواړو ملتونو د عظيمې احيا لپاره به نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای