CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸ ميليونو ۸ لکو او ۶۰ زرو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 11:19:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۲مه نېټه پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېره خپره کړه، د منځنۍ اروپا په وخت د ۲۲مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې، په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۱ لک ۵۲ زره او ۳۲۳ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۸ ميليون ۸ لکو ۶۰ زرو او ۳۳۱ تنو ته رسېدلی دی. د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تيرې ورځې په پرتله ۴۰۲۵ زيات شوی چې په عمومي توګه ۴ لکو ۶۵ زرو او ۷۴۰ ته رسېدلی دی.

د امريکا د جانس هاپکينس پوهنتون له شمېرنې سره سم، د ختيځې امريکا په وخت د روانې مياشتې د ۲۲مې نېټې د ماسپيښن تر ۲ بجو او ۳۰ دقيقو پورې، په امريکا کې په کوويد-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲ مليونو ۲ لکو ۹۲ زرو او ۸۶۷ ته رسېدلی او په همدې ورځ د مړه شويو کسانو شمېر ۱۲۰ زرو او ۱۲۱ تنو ته رسېدلی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای