د چين - عربي هېوادونو د ګوندونو ديالوګ ځانګړې ويډيويي غونډه د جون په ۲۲مه نېټه تر سره شوه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره کړې چې چين او عربي هېوادونو د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره يو له بل سره مرستې کړې دي. د چين کمونېست ګوند غواړي چې د عربي هېوادونو له ګوندونو سره يو ځای په پر له پسې ډول ستراتيژيکې تبادلې وکړي، د عربي هېوادونو په ګډون له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي، د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونکي رول ملاتړ وکړي او د انساني روغتيا د ګډې ټولنې جوړونه پر مخ يوسي.
دغه ويډيويي غونډه چې د ۳ ورځو لپاره به دوام ولري، موخه يې د چين او عرب د ګډ برخليک ټولنې جوړول دي. د عربي هېوادونو ۶۰ ګوندي مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و، دوی د دې له امله د چين کمونېست ګوند او حکومت لوړه ستاينه کړې چې د کوويد-۱۹ وبا پر ضد په مبارزه کې يې تل د وګړو ژوند ته تر هر څه ډېره پاملرنه کړې ده. دوی دا نظر لري چې د هانکانګ او شينجيانګ مسئلې د چين کورنۍ چارې دي، د چين په کورنيو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره يې مخالفت څرګند کړ. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |