CRI Online

د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري پوځ به په هندي سمندر کې دايمي اډه جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 11:26:37

د ايران د مهر اژانس د خبر له مخې، د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري پوځ قوماندان علي رضا د جون په ۲۲مه نېټه د ايران په عباس بندر کې رسنيو ته وويل، د ايران د سمندري پوځ د ستراتيژيکو مهارتونو د لوړتيا لپاره به د ايران د مذهبي مشر خامنه يي له تګلارې سره سم، د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري ځواکونه د ۲۰۲۱م کال له مارچ مخکې په هندي سمندر کې دايمي اډه جوړه کړي. اوس د دې هېواد دوه جوپه پوځي بيړۍ هندي سمندر ته لېږل شوې دي.

علي رضا وويل، د هندي سمندر او د عمان خليج لوټماريان او بهرنۍ بيړۍ کله کله د ايران پر بيړيو دښمنانه بريدونه کوي، په هندي سمندر کې د دايمي اډې جوړونه به د کب نيوونکو امنيت وساتي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای