CRI Online

اسرائيلو تېر کال بهرنيو هېوادونو ته د ۷ مليارډو او ۲۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جنګي او دفاعي توکي صادر کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 11:32:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د دفاع وزارت له تازه شمېرنې سره سم، تېر کال له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته د صادر شويو جنګي او دفاعي مالونو عمومي ارزښت ۷ مليارډو او ۲۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېده او دا د ۲۰۱۸م کال ( ۷ مليارډ او ۵۰۰ ميليون ) په پرتله لږ څه کموالی ښيي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، که څه هم اسرائيل له سختو نړيوالو ننګونو سره مخامخ دی، خو بيا هم د دفاعي مالونو په۱۰ لويو صادراتي هېوادونو کې شامل دی. اسيا او د ارام سمندر سيمه لا هم د اسرائيلو لپاره تر ټولو لوی بازار دی. دغه هېواد خپل ۴۱ سلنه دفاعي مالونه يادې سيمې ته صادر کړي، ۲۶ سلنه يې اروپا ته، ۲۵ سلنه يې شمالي امريکايي هېوادونو ته او ۴ سلنه يې افريقايي او لاټيني امريکايي هېوادونو ته صادر کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای