د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا او روسيې د جون په ۲۲مه نېټه د اطريش په پلازمينه ويانا کې د وسلو د کنټرول د خبرو اترو نوی پړاو پرانيست او د ستراتيژيکو وسلو د کمښت د نوي تړون د مودې غځولو په ګډون د يو لړ مسئلو په باب يې بحثونه وکړل.
د اطريش اژانس خبر ورکړی چې د وسلو د کنټرولو په باب د امريکا ځانګړي استازي مارشال بيلنګس او د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګي ريابکوف په همدې ورځ په ويانا کې خبرې اترې وکړې، دوی په دې خبرو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړې، خو د خبرو جزييات يې نه دي په ډاګه کړي.
د اطريش د بهرنيو چارو وزير ريان سچالنبيرګ وويل، له تيرو لسګونو کلونو راهيسې د وسلو د کمولو برياليتوبونه د مسلسل خرابېدو په حال کې دي، په داسې حال کې د وسلو د کنټرول لپاره د امريکا او روسيې تر منځ خبرې اترې مثبته اغېزه لري. هيله لرو چې اطريش د دې خبرو لپاره خدمت وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |