د ايټاليا د شمالي ښارونو په هغو فاضله اوبو کې چې د پروسږ کال په ډسمبر کې راغونډې شوي، د کوويد-۱۹ وبا RNA پيدا شوې ده. د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو پروژو مسئول مايکل ريان د جون په ۲۲مه نېټه په دې اړه وويل، دا مهمه څېړنيزه نتيجه ده او لا زياتو پلټنو ته اړتيا لري، ښايي د پروسږ کال په ډسمبر کې د ايټاليا په شمال کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو حالت رامنځته شوی و، خو په هغه وخت کې هيچا دې ته پاملرنه نه ده ورکړې. له نورو هېوادونو څخه ايټاليا ته د کوويد-۱۹ ناروغۍ له ننوتلو مخکې، په دغه هېواد کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت په اړه څېړنه ډېره مهمه وه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |