CRI Online

د بشري حقونو په برخه کې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ هڅونې په اړه د چين پرېکړه ليک يو ځل بيا تصويب شو

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 12:52:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا د جون په ۲۲مه نېټه په يوه غونډه کې يو ځل بيا د بشري حقونو په برخه کې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ هڅونې په اړه د چين لخوا وړاندی شوی پرېکړه ليک تصويب کړ.

په ياد پرېکړه ليک کې غوښتنې شوې، چې بېلا بېل هېوادونه بايد پر څواړخيز نظام ټينګار وکړي، د متقابل درناوي، عدالت او ګډو ګټو پر بنسټ دې نوي ډول نړيوالې اړيکې جوړې کړي او د انسانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.

په م م کې د چين استازي چن شو د بشري حقونو شورا په ياده غونډه کې وويل، په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ په ګرده نړۍ کې خپور شوی، دا مو درک کړې چې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې انسانان ګډ برخليک لري. موږ بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو او رنګارنګ نړيوالې ننګونې حل کړو او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای