CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : کوويد-۱۹ په ګرده نړۍ کې د ثابت خپرېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 12:53:11

د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۲مه نېټه د کوويد-۱۹ ويروس په اړه يوه نوبتي خبري ناسته ترسره کړه. د دې سازمان د بېړنيو روغتيايي پروژو مسئول مايکل ريان په دغه ناسته کې وويل، له دې امله چې ياد ويروس په ډېرو لوی نفوس لرونکو هېواونو کې خپور شوی، نو په ګرده نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم ډېر زيات شوی دی، په عين وخت کې په روغتونو کې د بستر شويو ناروغانو شمېر او د دې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر هم د ګړندي زياتېدو په حال کې دی، له دې څخه ښکاري چې کوويد-۱۹ په ګرده نړۍ کې د ثابت خپرېدو په حال کی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای