CRI Online

د بې دو ۳م فضايي لارښووني سيستم وروستۍ سپوږمکۍ په بريالي ډول وتوغول شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 12:55:06

د جون د ۲۳مې نېټې د سهار په ۹ بجو او ۴۳ دقيقو، چين د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې د CZ-3 راکټ له لارې د بې دو ۳م فضايي لارښوونکي سيستم وروستۍ يعنې ۵۵مه سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوه، دغه راز د بې دو ۳م فضايي لارښوونکی سيستم له ټاکلي وخت نه شپږ مياشتې مخکې په فضا کې ځای پر ځای شوی دی.

د م م د باندنۍ فضا ادارې د دې سپوږمکۍ له توغولو وروسته چين ته د مبارکۍ ويډيويي پيغام ولېږه، په دغې ويډيو کې يې د نړۍ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبيولو او د باندنۍ فضا د سوله ييزې استفادې لپاره د دې سيستم رول او د فضايي چارو په نړيوالو همکاريو کې د دې سيستم ستر خدمتونه ستايلي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای