CRI Online

په پاکستان کې له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره د چين د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ د کارپوهانو مرستندويې کاري ډلې خپل کارونه بشپړ کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 13:14:18

په پاکستان کې له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره د چين د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ مرستندويه کاري ډله د جون په ۲۳مه نېټه بېرته چين ته ستانه شوه. په تېرو دوو مياشتو کې يادې کاري ډلې د پاکستان له يوولسو روغتونونو څخه ليدنه کړې او څه دپاسه ۳۰ غونډې يې ترسره کړي او د وبا د مخنيوي په برخه کې يې د چين طبي تجربې له پاکستاني طبي کارمندانو سره شريکې کړي او په پاکستان کې يې د چينايانو د روغتيا ساتنه کړې ده.

ياده کاري ډله د چين د حکومت له خوا پاکستان ته لېږل شوې دوهمه کاري ډله ده. د دې ډلې لس غړي د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د روغتون او د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لپاره د ازادي بښوونکي پوځ د مرکز کارکوونکي دي. دوی په تېرو دوو مياشتو کې په عمده توګه د پاکستان د راولپنډۍ ښار په امير پوځي روغتون کې کار وکړ او په عين وخت کې د دې هېواد له نورو يوولسو روغتونونو څخه يې هم ليدنه وکړه. دوی له پاکستاني ډاکټرانو سره نه يوازې د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د چين تجربې شريکې کړي،بلکې د پاکستان د پاملرنې وړ مسئلو په اړه يې هم د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په اړه ياداښتونه ليکلي دي.

د يادې کاري ډلې مشر او د چين د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ روغتون د سختو ناروغيو د طبي څانګې پخواني مدير جو فې هو وويل

لومړی، موږ تر هر څه وړاندې د وبا مخنيوي او کنټرول او د عمومي پاليسۍ جوړېدو ته پاملرنه وکړه .دوهم ، زموږ کاري ډلې پر کوويد-۱۹ وبا د اخته شويو ناروغانو د درملنې ، په روغتونونو کې د دغه ويروس د کنټرول او مخنيوي او د سختو ناروغانو د درملنې په اړه د روغتون له ډاکټرانو سره بحثونه وکړل او دوی ته مو د چيني تجربو پراساس ډېر اغېزمن وړانديزونه وکړل. بر سېره پر دې، موږ د پاکستان د کاري تجربې پر بنسټ له دوی سره د ځينو مسئلو په اړه هم بحثونه وکړل او د دې تجربو او بحثونو پراساس مو ځانګړې کتابچه کې ياداښتونه وليکل او اړوندو روغتونونو او مشرانو ته مو وسپارل.

د جون د ۲۲مې نېټې تر شپې پورې په پاکستان کې څه دپاسه ۱۸۰زره تنه پر کوويد-۱۹ وبا اخته شوي او د تشخيص شويو کسانو شمېر ښايي نورهم زيات شي. ښاغلي جو فې هو وويل چې له اوسني وضعيت سره سم ، په راتلونکي اوږد مهال کې به په پاکستان کې د کوويد-۱۹ ناروغي لا نوره هم سخته شي.

د تشخيص شويو ناروغانو شمېر د زياتوالي لپاره دوه لاملونه شتون لري. له يوې خوا، په پاکستان کې په حقيقت کې پر يادې ناروغۍ ډېر کسان اخته شوي. له بلې خوا ، په دغه هېواد کې د معاينې توان پياوړی شوی دی. په راتلونکي کې ، د ناروغۍ وضعيت لاهم د ډېر پاملرنې وړ دی.

د يادې مرستندويه کاري ډلې غړي او د چين د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ د روغتون پخواني ډاکټر شيو اين جه وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې په پاکستان کې يو شمېر چينايان هم پر کوويد-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. په پاکستان کې د چين د سفارت ، مرستندويه کاري ډلې او د پاکستان د ګډو کوښښونو له امله زياتره چيني ناروغان تر درملنې وروسته بيا روغ شوي دي. ښاغلي شيو وويل چې له پاکستان سره د يوې چيني ناروغې د درملنې په بهير کې ، هغه ژور احساس وکړ چې پاکستان تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړې دي.دوی نه يوازې دغه چيني ناروغه د پاکستان ترټولو غوره نظامي روغتون کې داخله کړه ، بلکې د هغې يې تر ټولو غوره درملنه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای