سينهوا اژانس د جون په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره غوره او مخکنيو ډلو او کسانو ته د جايزې ورکولو غونډه په همدې ورځ په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دې غونډه کې مهمه تګلاره بيان کړه، د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب يې غوره او مخکنيو ډلو او کسانو ته تودې مبارکۍ وويلې او د نشه يي توکو د مخنيوي کارکوونکو ته يې ډاډ ورکړ.
شي جين پينګ خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې اوس د چين په دننه او بهر کې د عنعنوي او نوي نشه يي توکو خطرونه او د نشه يي توکو په باب عنعنوي او انترنيټي جرمونه د خلکو پر ژوند، امنيت، روغتيا او ټولنيز ثبات سخت بد اغېز کړی او موږ بايد په پر له پسې ډول او په جدي توګه د نشه يي توکو مخنيوی وګړو. د کمونېست ګوند بېلا بېلې کميټې او ځايي حکومتونه دې د نشه يي توکو د مخنيوي، د نشه يي توکو د ادارې کار د پياوړتيا او په دې اړه د نړيوالو همکاريو د پرمخ وړلو لپاره کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |