CRI Online

د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په درشل کې د چين او اروپا تر منځ د اړيکو لوری

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 16:40:24

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د ويډيويي کنفرانس له لارې د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې د کميسيون له مشرې فون ديرلين سره خبرې وکړې.

د کوويد- ۱۹وبا د خپرېدو په بهیر کې د چين او اروپا تر منځ د اړيکو پرمختګ څنګه روان دی؟

شي جين پينګ په دې اند دی، چې د چين او اروپا خپلمنځي اړيکې به د هر ډول ننګونو سره په مقابله کې بدلون ومومي.

لومړی: چين او اروپا بايد د نړيولې سولې او ثبات د ساتلو لپاره دوه لوی ځواکونه وګرځي.

اوس نړۍ په بې ساري بدلون کې ده، د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې به اوسني توپيرونه لا نور سخت شي.

چين او اروپا به د نړيوالو مسئلو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ په پياوړتيا سره د نړيوالې سولې او ثبات لپاره کليدي رول ولوبوي.

دوهم: چين او اروپا به د نړيوالې سمسورتيا د هڅولو لپاره دوه لوی بازارونه وګرځي

په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ پر نړيوال اقتصاد ډېره منفي اغېزه کړې او کوي يې، چين او اروپا بايد د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره د دوو ماشينونو په توګه اغېزمن رول ولوبوي. دواړه هيوادونه دې د پانګونې تړون په اړه خپلمنځي خبرې اترې چټکې کړي او په نږدې وخت کې دې د دغه تړون د لاسليکېدو لپاره کوښښونه وکړي.

درېيم: چين او اروپا به پر څواړخيز نظام ټينګار او نړيواله اداره بشپړه کړي

شي جين پينګ خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، که نړيوال وضعيت هر څنګه بدلېږي، خو چين به تل له څواړخيز نظام څخه ملاتړ وکړي. اروپايي مشران هم په دې اند دي، چې اروپا له څو اړخيزم څخه ملاتړ کوي او غواړي د م م په شمول ځينو څواړخيزو برخو کې له چين سره د مهمو موضوعاتو په اړه همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.

په پای کې رئيس شي جين پينګ وويل، چې چين او اروپا بايد پر نړۍ لا زياته اغېزه لرونکې ستراتيژيکې اړيکې جوړې کړي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای