د چين بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۳ مه نېټه په پلازمينه بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د کوويډ-۱۹ پرضد د چين مبارزه له نړۍ سره شريک شوې او د حقيقتونو له لارې يې خپلې تجربې څرګندې کړې دي. د امريکا ځيني سياستوال بايد ساينس او حقيقت ته درناوی وکړي، په خپل هېواد کې دې د ويروس د مخنيوي او د خپلو خلکو د ژوند او روغتيا ساتلو لپاره هڅه وکړي او د دغه ويروس پر ضد په نړيواله مبارزه کې دې کار او خدمتونه وکړي. هغه وويل چې کوويډ۱۹ يو نوي ويروس دی او د دې ويروس پيداکول او پېژندل يو اوږد بهير دی. دغه بهير لا هم پای ته ندی رسېدلی.
د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو د کميټې غړي ميکل ماکول څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړ او پکې ليکل شوي چې چين د کوويډ-۱۹ په اړه مالوماتو پټ کړي او د روغتيا نړيوال سازمان هم له چين سره مرستې کړې دي. هغه غوښتنه وکړه چې نړيواله پلټنه دې تر سره شي او د ياد سازمان عمومي مدير دې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |