د جون په ۲۳ مه نېټه د کيريباتي د ولسمشرۍ ټاکنو نتيجه خپره شوه او اوسنی ولسمشر تانېتي ماماو بيا په ټاکنو کې بريالی شو. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په همدې ورځ په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې نوموړي ته مبارکي څرګنده کړه او ويې ويل چې چين د کيريباتي سره خپلمنځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د کيريباتي د نوي دورې حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې تبادلې او همکارۍ ژورې کړي، د دواړو هېوادونو خلکو تر منځ دوستۍ پياوړې کړي تر څو د چين او کيريباتي تر منځ اړيکې نوي پرمختګ ومومي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |