CRI Online

تبصره: د چين اواروپايي ټولنې ترمنځ ګډې همکارۍ د نړيوالې ادارې او نړيوال نظم د بشپړولو لپاره ګټورې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 21:26:58

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۲ مه نېټه په بېجينګ کې په انلاين ډول د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې له رئيس يورسولا ونديرلين سره د ويډيويي کتنې پر مهال وويل چين او اروپا دې د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو، د نړۍ د پرمختګ او سمسورتيا د هڅولو، د څو اړخيزم د ساتلو او د نړيوالې ادارې د بشپړولو په برخو کې زيات او اغېزمن رول ولوبوي.

له دې وړاندې د همدې ورځې په ماسپښين شي جين پينګ د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو په وېډيويي کنفرانس کې هم ګډون کړی و.

سږکال د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو ۴۵ مه کاليزه ده. ياده کتنه او کنفرانس د اروپايي ټولنې د نوې دورې له مشرتابه سره د شي جين پينګ ترمنځ لومړۍ رسمي کتنه او خبرې اترې دي. دواړو خواوو په خبرو اترو کې موافقه وکړه چې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لاره به هواره کړي، په ګډې همکارۍ سره به له کورونا وبا سره مبارزه وکړي او د نړۍ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه به په ګډه وساتي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل د چين او اروپا ترمنځ لوی جنجال نه شته، د دواړو خواوو ترمنځ ګډې همکارۍ پر سياليو زياتې او د نظرونو يووالي يې تر توپيرونو ډېر دي، دواړه خواوې دې يو د بل درناوی وکړي او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره دې هڅې وکړي.

نوموړي همدارنګه د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره څو فقرييز وړانديز وکړ. د وړانديز لومړۍ فقره، چين او اروپا بايد د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره دوه لوی ځواکونه وګرځي. نوموړي پدې اړه وويل، چې اوس په نړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي، کورونا وبا ښايي د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د نظر توپيرونو د زياتېدو سبب وګرځي، نو چين او اروپا دې د نړيوالو مسئلو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ په پياوړتيا سره د نړيوالې سولې او ثبات لپاره کليدي رول ولوبوي.

دوهمه فقره، چين او اروپا دې دوو لويو بازارونو په توګه د نړيوالې سمسورتيا لپاره هڅې وکړي. نوموړي په دې اړه وويل: په داسې حال کې چې کورونا وبا پر نړيوال اقتصاد ډېره منفي اغېزه کړې، چين او اروپا بايد د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره د دوو قوي انجنونو په څېر اغېزمن رول ولوبوي.

درېيمه فقره، چين او اروپا دې پر څو اړخيزم ټينګار وکړي او نړيواله اداره دې لا بشپړه کړي. شي جين پينګ په دې اړه وويل، نړيوال وضعيت که هر څنګه بدلون مومي، چين همېشه له څو اړخيزم څخه ملاتړ کوي او غواړي له اروپايي ټولنې سره د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو چارو په برخه کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي.

ښکاره ده چې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ ګډې همکارۍ د نړيوالې ادارې او نړيوال نظم د بشپړولو لپاره ګټې لري.

د اروپايي شورا رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې رئيس يورسولا په خپلو نظرونو کې ويلي چې نړيوالې ننګونې يوازې د بېلابېلو هېوادونو د ګډو همکاريو له لارې لرې کيدلی شي، اروپا غواړي په صادقانه توګه له چين سره ستراتېژيکې خبرې وکړي او خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

رښتيا ده چې چين او اروپا تر هر بل وخت زيات ګډې همکارۍ ته اړتيا لري. له شک پرته د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ ياده کتنه د څو اړخيزم د ساتلو او د نړيوالې اقتصادي ودې د بيا سمسورتيا لپاره ښه ده او د دواړو خواوو ان نړۍ ته به د پرمختګ نوي فرصتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای