CRI Online

چين د BDS لارښوونکي سيستم وروستۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

cri     (GMT+08:00) 2020-06-23 22:18:38

چين د جون په ۲۳ مه نېټه د BDS په نوم د لارښوونکي سيستم وروستۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې پدې سره ياد لارښوونکی سيستم له ټاکلي وخت نيم کال وړاندې بشپړ شو.

چين ۲۶ کاله مخکې يعنې په ۱۹۹۴کال کې د BDS په نوم د سپوږمکيو د لارښوونکي سيستم د جوړولو پروژه پيل کړې وه. دغه سيستم اوس په نړۍ کې د امريکا له GPS،د روسيې GLONASS او د اروپا Galileo وروسته يو بل لوی لارښوونکی سيستم دی او تر اوسه پورې د نړۍ له نيمايي څخه زياتو هېوادونو کې کارول شوی دی.

د يادونې وړ دا ده چې د يادې پروژې په درېيم پړاو کې د نوموړي سيستم مهمې پرزې چين په يوازې ځان او خپل قوت توليد او جوړې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د فضايي او پرمختللو تخنيکونو دفتر رئيس داويد تنا وايي، د BDS په بشپړېدو سره په نړۍ کې د سپوږمکيو لارښوونکی قوت لا پياوړی شوی او د نړۍ مشتريانو ته به لا ښه خدمتونه برابر شي.د بريټانيې ډېلي مېل ورځپاڼې په خپله ليکنه کې د BDS سيستم بشپړول يو ستر کار بللی دی. د روسيې فضاپوه سيرګي فيليپنکوف BDS سيستم داسې ارزونه کوي چې خدمتونو ته يې لرې ختيځ، منځنی ختيځ، ختيځه افريقا آن ټوله افريقا اړتيا لري.چين د BDS سيستم بشړېدل دا پيغام هم ورکوي چې غواړي د نړۍ له نورو هېوادونو سره د علمي او تکنالوژيکي څېړنو لاسته راوړنې شريکې کړي لازيات او لا ښه علمي خدمتونه برابر او وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای