CRI Online

د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ ويډيويي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 10:29:54

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګي لاوروف او د هند د بهرنيو چارو وزير سبرمانيم جيشنکر د جون په ۲۳مه نېټه ويډيويي غونډه تر سره کړه.

وانګ يي وويل، له کوويدـ۱۹ ويروس وروسته د سوله ييزې، ورخلاصې او همکاريزې نړۍ جوړونه د بېلابېلو هېوادونو له ګډو ګټو سره او د عصري پرمختګ له غوښتنې سره سمون لري.

نوموړي په ياده غونډه کې د درېو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په اړه درې وړانديزونه وکړل: لومړی، درې واړه هېوادونه دې پر څواړخيزتوب باندې ټينګار وکړي او نړيواله اداره دې بشپړه کړي. دوهم، د کوويدـ۱۹ ويروس د مخنيوي په برخه کې دې همکارۍ ټينګې شي. درېيم، درې واړه هېوادونه دې همکاريز ميکانيزم بشپړ کړي او په ګډه دې هڅې وکړي. سيرګي لاوروف او سبرمانيم جيشنکر وويل، چې روسيه، چين او هند ټول له څواړخيزتوب او څو قطبي کېدو څخه کلک ملاتړ کوي او غواړي چې د نړۍ د ټولو هېوادونو نړيوالې اړيکې د نړيوال قانون پر بنسټ جوړې شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای