CRI Online

چين به له فلسطينيانو سره د مرستې او په دغه هېواد کې د پروژو په باب د م م ځانګړې ادارې ته د پيسو او مالونو بسپنه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 10:55:08

د سينهو اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جيون د جون په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې چين به له فلسطينيانو سره د مرستې او په دغه هېواد کې د پروژو په باب د م م ځانګړې ادارې ته د ۱ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت بسپنه ورکړي، د دې ادارې فرعي طبي څانګو ته به د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي مالونه برابر کړي او د يادې ادارې له لارې به د فلسطين، اردن، لبنان او سوريې کډوالو ته د ځان ساتنې مالونه ورکړي، څو دوی د کوويد-۱۹ وبا تر اغېزې لاندې رانشي او خوندي پاتې شي.

نوموړې ادارې ته د بسپنې ورکولو په باب د وزيرانو په کچه غونډه په همدې ورځ تر سره شوه. په دې غونډه کې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس، د يادې ادارې لوی مدير رافايل لازاريني او د څه باندي ۵۰ هېوادونو مشرانو ګډون کړی و. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای