CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ وبا د اخته کسانو شمېر ۸.۹۹ مليونه ۳ زره او ۶۵۹ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 10:56:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۳مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د منځنۍ اروپا په وخت د ۲۳مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې، په ګرده نړۍ کې په کوويد-۱۹ وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۱.۳۳ لکه او ۳۲۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۸.۹۹ مليونه ۳ زره او ۶۵۹ ته رسېدلی دی. د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر د تيرې ورځې په مقايسه ۳ زره او ۸۴۷ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۶۹ زره او ۵۸۷ ته رسېدلی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای