د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تجارت نړيوال سازمان د جون په ۲۳مه نېټه د نړيوال تجارت د شمېرې او پېشبينۍ د تازه راپور په خپرولو سره خبر ورکړ چې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې په ګرده نړۍ کې د مالونو تجارتي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۳ سلنه کم شوی او له اټکل سره سم د همدې کال په دوهمه ربعه کې به د نړيوال تجارت د کمښت انډول ۱۸.۵ سلنې ته ورسېږي.
د دې راپور له مخې، که څه هم په دوهمه ربعه کې د نړيوال تجارت عمومي ارزښت ډېر کم شوی، خو د سږ کال د نړيوال تجارت عمومي حالت به د بېلا بېل هېوادونو د حکومتونو د بيړنيو تدبيرونو په رڼا کې دومره سخت نه وي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |