د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۳مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د چين او هند سرحدي ځواکونو د جون په ۲۲مه نېټه په سرحدي سيمه کې د قول اردوګانو د قومندانانو په کچه د خبرو اترو دوهم پړاو پيل کړ.
جاو لي جينګ وويل، چين او هند هيله لري چې د دې خبرو اترو له لارې خپلمنځي تضادونه لرې کړي او اوسنی خړپړ حالت ارام کړي. دواړو خواوو د خبرو اترو په جريان کې د قومندانانو په کچه د خبرو اترو د لومړي پړاو پر بنسټ په سرحدي سيمې کې د رامنځته شويو ستونزو په باب د نظريو تبادلې وکړې او په دې يې موافقه وکړه چې د سرحدي شخړې د لرې کولو لپاره بايد د اړتيا تدبيرونه ونيول شي. دواړه خواوې به د سرحدي سولې او ارامۍ د ساتنې لپاره ګډ کوښښونه وکړي.(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |