CRI Online

امريکا ۴ چيني رسنۍ د " بهرنيو ديپلوماتيکو ډلو " په توګه بللي او چين له امريکا څخه د دې کړنې د سمولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 11:14:06

سينهوا اژانس د جون په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ چې امريکا په دغه هېواد کې د چين د مرکزي ټليويزيون، د نيوز اژانس، د خلکو د ورځپاڼې او د ګردې نړۍ ټايمز په شمول د څلورو رسنيو فرعي څانګې د " بهرنيو ديپلوماتيکو ډلو " په توګه بللي دي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جينګ د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه په دې اړه وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د سړې جګړې افکار او د ايډيولوژيکو مسايلو ناسمه پېژندنه پرېږدي او سمدلاسه دې خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي، که نه، چين به مجبور شي چې غبرګون وښيي.

جاو لي جينګ په همدې ورځ په نوبتي خبري ناسته کې دا هم وويل، چې دا دوهم ځل دی چې امريکا د چين رسنۍ د " ديپلوماتيکو ډلو " په نوم يادوي، دا پر چيني خبري رسنيو څرګنده سياسي حمله ده او په امريکا کې يې د چيني رسنيو د عادي کارونو پر وړاندې سخت خنډونه اچولي دي. د امريکې له دې کړنې څخه ښکاري چې د دغه هېواد د مطبوعاتو او بيان ازادي رياکارانه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای