CRI Online

د ايران د پارلمان د ملي امنيت او ډيپلوماتيکو تګلارو کميسيون : د ايران د ذروي مسئلې د مخکښو شرايطو په باب پرېکړه ليک مسلکي نه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 11:20:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د پارلمان د ملي امنيت او ډيپلوماتيکو تګلارو کميسيون د جون په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ايران د ذروي مسئلې د مخکښو شرايطو په باب پرېکړه ليک چې په دې وروستيو کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ لخوا تصويب شوی، سياسي نيت لري او مسلکي نه دی. ياده اعلاميه وايي چې په تېرو څو کلونو کې، ايران له اړوندو هېوادونو سره نژدې همکارۍ ساتلي او يادې ايجنسۍ د ايران د ذروي سامان الاتو تر يوې اندازې پورې شفافې څارنې هم کړې دي. خو دغې ايجنسۍ د امريکا او د امريکې ملګرو هېوادونو تر سياسي فشار لاندې د ايران پر وړاندې بې مسلکه پرېکړه ليک تصويب کړی دی.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د جون مياشتې په ۱۹مه نېټه د ايران د ذروي مسئلې د مخکښو شرايطو د پرېکړه ليک مسوده تصويب کړه او له ايران څخه پکې غوښتنه شوې چې دغې ايجنسۍ ته د ‌ذروي څارنې شرايط برابر کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای