CRI Online

پاکستان له هند څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د هند د لوړې کميشنرۍ د کارکوونکو شمېر نيمايي ته راکم کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 11:25:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له هند څخه غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې د هند د لوړې کميشنرۍ د کارکوونکو شمېر نيمايي ته راکم کړي او په هند کې د پاکستان د عالي کميشنرۍ پر کارکوونکو د هند لخوا د لګول شويو تورونو سخته غندنه يې کړې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هند کې د پاکستان د لوړې کميشنرۍ د کارکوونکو شمېر نيمايي ته د کمولو غوښتنه وکړه او په عين وخت کې به هند په پاکستان کې د خپلې لوړې کميشنرۍ د کارکوونکو شمېر هم کم کړي. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په هند کې د پاکستان د لوړې کميشنرۍ کارکوونکي د جاسوسۍ چارې تر سره کوي او له ترهګريزو سازمانونو سره اړيکې پالي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای