د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د حج د ادا کولو چارو وزارت او د روغتيا وزارت د جون په ۲۳مه نېټه يوه ګډه مطبوعاتي ويډيويي غونډه تر سره کړه او اعلان يې وکړ، چې سږ کال به په مکه کې د حج ادا کوونکو شمېر له زرو څخه وا نه وړي.
په دې ويډيويي غونډه کې د سږ کال لپاره په مکه کې د حج د ادا کولو په جريان کې د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي په پار تدبيرونه بيان شول.
سعودي عربستان وايي، چې سږکال په مکه کې د حج د ادا کولو لپاره له نورو هيوادونو څخه ورتلونکو زيارتکوونکو ته اجازه نه ورکوي او د حج د اداکوونکو شمېر به له زرو څخه وا نه وړي. هغه کسان چې عمرونه يې له ۶۵ کالونو ډېر وي، د حج ادا کولو په مراسمو کې د ګډون اجازه نه لري، ټول زيارت کوونکي بايد فزيکي واټن په پام کې ونيسي او هره ورځ دې د خپل ځان د روغتيا حالت وڅاري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |