CRI Online

د چين او ايران خارجه وزيرانو وېډيويي غونډه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 20:04:22

د چين خارجه وزير وانګ يي او د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د جون په ۲۴ مه نېټه د يوې وېډيويي غونډې په مهال موافقه وکړه چې د ايران د ذروي مسئلې هراړخيز تړون او د م م د امنيت شورا ۲۲۳۱ م پرېکړه ليک به رعايت کړي او له ياد تړون څخه له هرې سرغړوونکې کړنې سره به مخالفت وکړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل چې چين او ايران هراړخيز ستراتېژيک ملګري دي او دواړه خواوې هميشه د مهمو مسئلو په برخه کې يو د بل پوهاوی او يو له بل څخه ملاتړ کوي. چين غواړي له ايران سره اړيکو ته وده ورکړي.

وانګ يي وويل، له کورونا وبا سره د مبارزې په بهير کې ځينو هېوادونو دغه مبارزه سياسي کړې او کورونا ويروس په لړ کې د نورو هېوادونو نومونه د خپلو ناوړه موخو په توګه يادوي چې دا نه يوازې له وبا سره د دوی د مبارزې ، بلکې د نړيوالې مبارزې لپاره هم ګټوره نه ده او په نړۍ کې به يې د خپلې بڼې د خرابېدو سبب وګرځي. دغه وبا به ختمه شي او هر غير معقول يواړخيز عمل او د زورواکۍ غوښتنه به له غندنې سره مخ شي.

وانګ يي همدارنګه زياته کړه چې ايران او روسيې څه موده مخکې له نړيوال قانون څخه د ملاتړ په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده، چين له دې کړنې څخه پوره ملاتړ کوي.

محمد جواد ظريف په خپلو خبرو کې وويل چې ايران له کورونا وبا سره د مبارزې په پروسه کې هميشه له چين سره ټينګ ولاړ دی.ايران د ورېښمو روغتيايي لارې د جوړولو په اړه د چين د طرحې هرکلی کوي . ايران د دغې وبا له سياسي کېدو د هانګ کانګ په ګډون د چين په کورنيو چارو کې د امريکا له مداخلې سره ټينګ مخالفت کوي. ايران غواړي له چين سره خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړي، د دواړو هېوادونو د سوداګرو د تګ راتګ لپاره به زمينه برابره کړي او په بېلابېلو برخو کې به د خپلمنځي همکاريو لاره هواره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای