CRI Online

په بېجينګ کې د نيوکليک اسيد کيټونو په وسيله ازموينې زياتې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-24 20:11:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په بېجينګ کې اړوندې څانګې د جون له دوولسمې نيټې څخه د نيوکليک اسيد کيټونو په وسيله د دې ښار په مهمو سيمو او ناحيو کې ازموينې تر سره کړې او په دې برخه کې يې خپل توان هم پياوړی کړی دی.

د بېجينګ په تونګ جو ناحيه کې د يو يي روغتون د فرعي څانګې په P2لابراتوار کې د نيوکليک اسيد ازموينې د ۲۴ ساعتونو لپاره تر سره شولې.د بېجينګ د يو يي روغتون د کلنيکي څارنې د مرکز مسؤل سو جيان ژونګ وويل چې د جون تر ۲۲مې نيټې پورې په دې روغتون کې د تر سره شويو اړوندو ازموينو شمېر د جون د پيل په پرتله درې برابره زيات شوې دی.

د جون له دوولسمې نيټې څخه تر ۲۲مې نيټې پورې د بېجينګ په مهمو سيمو کې له ځايي وګړو څخه د اخيستل شويو نمونو شمېر دوه مليونه نهه لکه او اته څلوېښت زره و او تر اوسه پورې د تر سره شويو اړوندو ازموينو شمېر دوه مليونه درې لکه او دوه څلوېښت زرو ته رسيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای