د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۲۴مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې په ګرده نړۍ کې د کوويډ ـ ۱۹ پر ناروغۍ د تازه اخته شويو کسانو شمېر ۱۳۵۲۱۲ تنه و او عمومي شمېر يې ۹۱۲۹۱۴۶ تنو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د دغې ناروغۍ له امله د تازه مړه شويو کسانو شمېر ۴۱۸۷ تنه و او عمومي شمېر يې ۴۷۳۷۹۷ ته رسېدلی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |