د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۴مه نېټه وويل، چې امريکا د بهرنيو ډيپلوماتيکو ډلو په توګه د چين څلور رسنۍ وټاکلې. له دغه عمل څخه څرګندېږي چې د چيني رسنيو پر ضد د امريکا سياسي مبارزه د سختېدو په حال کې ده او د امريکا د تش په نامه مطبوعاتي ازادۍ کې دوه معيارونه شته. دا د زور او ظالم عمل دی.
نوموړي وويل، چې چين د سږ کال په مارچ کې د امريکا د اړوندو کړنو په مقابل کې د انتقامي تدبيرونو اعلان وکړ. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د چينايي رسنيو پر ضد له مبارزې او بې اساسه بنديز څخه لاس واخلي او سمدلاسه خپله تېروتنه سمه کړي، که نه، چين به مجبوراً انتقامي تدبيرونه ونيسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |