CRI Online

کاري لام: په هانکانګ کې د دولتي امنيت قانون تر تطبيق وروسته به هانکانګ لا هم د نړيوالو شرکتونو د پرمختګ ښه ځای وي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-25 10:23:40
کاري لام: په هانکانګ کې د دولتي امنيت قانون تر تطبيق وروسته به هانکانګ لا هم د نړيوالو شرکتونو د پرمختګ ښه ځای وي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې مشرې کاري لام د جون په ۲۳مه نېټه وويل، په تېره مياشت کې د چين د ملي ولسي کانګرس پرېکړه وکړه چې په هانکانګ کې به د دولتي امنيت په اړه قانون جوړ او تطبيق شي، ډېرو کسانو پوښتنه کړې چې دغه قانون به د هانکانګ پر راتلونکی څه اغېزه وکړي؟

مېرمن کاری لام په همدې ورځ د چين پرمختګ د جګپوړ فورم انلاين غونډې ته يوه وينا وکړه او و يې ويل، په هانکانګ کې د ياد قانون تر تطبيق وروسته به دلته لا هم د نړيوالو تصديو د پرمختګ لپاره ښه ځای او فرصتونه وي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای