CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: له هند څخه هيله لرو چې تر لاسه شوې نظريې جدي مراعات کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-25 10:27:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۴مه نېټه وويل، له هند څخه هيله لرو چې د چين او هند ترمنځ د پخوانيو خبرو اترو تر لاسه شوې ګډې نظريې په جدي توګه پلې کړي، له چين سره په يوه لوري کوښښ وکړي او د سرحدي سيمو د سولې او ثبات د اعاده کولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.

جاو لي جيان وويل، چې لومړی، د هند سرحدي پوځ اول سرغړونه کړې او په ناقانونه ډول تر سرحدي کرښې تير شوی و. دوهم، هند لومړی د دواړو خواوو له ګډو نظريو څخه سرغړونه کړې او لمسوونکی عمل يې کړی و. درېيم، هند لومړی له نړيوالو اصولو څخه سرغړونه کړې او په بريد يې پيل کړی و. نوموړي وويل، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د جون په ۱۷مه نېټه دغه ګډې نظريې تر لاسه کړې چې د ګلوان سيند د درې په سيمه کې بايد د شخړو له امله رامنځته شوی ترينګلی حالت په عادلانه توګه حل کړي، د پوځي قوماندانانو په کچه د دواړو خواوو په غونډه کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو مراعات دې وکړي، د دغې سيمې وضعيت بايد ژر تر ژره ارام کړي او د لاسليک شويو تړونونو له مخې بايد د دواړو خواوو د سرحدي سيمو سوله او ثبات وساتي. دواړو خواوو د جون له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د پوځي قوماندانانو په کچه دوهمه غونډه تر سره کړه او له دې سره يې موافقه وکړه چې د وضعيت د ارامولو او د سرحدي سيمو د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای