د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م منشور د لاسليکېدو د ۷۵مې کاليزې د يادونې په مناسبت د ((څواړخيز نظام د ساتنې او د نړۍ دوامداره پرمختګ د عملي کولو)) ترعنوان لاندې انلاين فورم د جون په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال فکري مرکز په مقر کې تر سره شو.
نږدې شلو تنو کورنيو او بهرنيو جګپوړو چارواکو او د يو شمېر نړيوالو سازمانونو او مشهورو فکري مرکزونو استازو په دغه ويډيويي فورم کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په درشل کې د م م په چوکاټ کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او د نړيوالې همکارۍ او د نړۍ د دوامداره پرمختګ د هڅونې، د نړيوالې ادارې پرمخ له ننګونو سره د مقابلې په شمول د ځينو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او ډېرې موافقې يې تر لاسه کړې دي.
د ياد فورم په هکله د څو اړخيز نظام او د نړۍ د دوامداره پرمختګ موخې د ترسره کېدو تر عنوانونو لاندې دوه فرعي انلاين فورمونه ترسره شول. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |