CRI Online

نړيوال پولي صندوق : سږ کال به د نړيوال اقتصاد د پرزيدا انډول ۴.۹ سلنې ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-25 10:38:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال پولي صندوق د جون په ۲۴مه نېټه د نړيوال اقتصاد د پېشبينۍ راپور خپور کړ او پکې اټکل شوی چې سږ کال به د نړيوال اقتصاد د پرزيدا انډول ۴.۹ سلنې ته ورسېږي او د پخواني اټکل په مقايسه ۱.۹ سلنه ټيټ شوی.

په دې راپور کې ويل شوي چې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو د حالت او د دې وبا د مخنيوي لپاره د تدبيرونو اغېزه له اټکل څخه وتلې ده، پر کم عايدات لرونکو کورنيو اغېزه ډېره سخته ده. د دې تر څنګ، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا بهير د اټکل په نسبت ورو دی. ښايي د سږ کال په دوهمه نيمايي کې د کسانو تر منځ د واټن ساتنې تدبيرونه دوام ولري، اقتصادي پرزيدا به سخته شي، د روغتيا ساتنې لپاره د شرکتونو لګښتونه به زيات شي، پولي حالت به ښه نه شي، نو ياد صندوق ياد اټکل کړی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای